د افغانستان د تاریخ په دې خپرونه کې، په نولسمه پېړۍ کې د انګرېزانو پر لومړي وسله وال تېري، عواملو او دواړو لورو ته یې په عواقبو غږېږو. له دغه یرغل نه چې د پېړۍ په لومړۍ نیمایي کې وشو، انګرېزانو درې موخې درلودې: منځنۍ آسیا ته نژدې کېدل؛ د ګڼو واکمنیو پرځای چې د کورنیو جنګونو نتیجه وه، د یوه واحد، خو له دوی سره تړلي افغان حکومت ایجاد؛ او په افغانستان کې د خپل یوه ملګري سیمه ییز لښکر جوړول چې ورسره د رنجیت سینګهـ پنجاب چې دوی ورته سترګې نیولې وې، له دواړو خواوو چاپېر کړي. افغانها در ابتدا بدون آن که قادر به درک عمق بازی های استعماری باشند، شاه شجاع را به عنوان وارث مشروع امپراتوری احمدشاهی پذیرفتند، اما با نمایان شدن ماهیت دست نشاندگی شاه، مقاومت در برابر اشغال انگلیس رو به افزایش نهاد که در آن شاه شجاع زندگی خود و انگلیس ها حیثیت امپراتوری شانرا با شکست فاحشی که متقبل شدند، از دست دادند.د لومړۍ انګرېز – افغان جګړې په نتیجه کې، افغانستان وساتل شو، خو له بده مرغه د راتلونکو ۲۱ کلو له پاره د واک پر سر کورنۍ جګړې ته ولاړو. دا جګړې چې نوي واکمن – امیر دوست محمد خان په پای کې کرارې کړي، د هغه تر مړینې وروسته بېرته تودې شوې. د فتور په دې درېیو لسیزو کې سندهـ، کشمیر، پېښور، دېره اسماعیل خان، دېره غازي خان او ملتان په اساسي ډول د افغانانو له لاسه ووتل. افغانها با قربانی های بی دریغ، موفق شدند که انگلیس ها را با زور از کشور خود برانند، اما آنها در مقابل برای کشیدن انتقام از ملت ما، جلال آباد را آتش زدند؛ غزنی را غارت کردند،؛ استالف را به مشت خاکستر تبدیل نمودند؛ و مهمتر از همه، بازار مشهور چارچته در کابل را چون نمادی از وحشت استعمار اروپایی که زیر نام تمدن انجام شد، به شکل یک مخروبه سیاه بر جا گذاشتند.
--------
34:50
--------
34:50
Lessons of Disintegration and Infightings | Dr. Ashraf Ghani
Lessons of Disintegration and Infightings | Dr. Ashraf Ghani
--------
1:11:04
--------
1:11:04
Establishment of Modern Afghan State
ګرانو وطنوالو، خویندو او وروڼو،په تېرو نژدې دوو کلو او ۴۲ خپرونو کې تر دې ځایه د افغانستان یو لړ مهم مادي او معنوي ارزښتونه د شواهدو، اسنادو او تجربو له مخې د «ژوند لارې» لړۍ په بڼه له تاسې سره شریک شول. څرنګه چې دا لړۍ د معاصر افغان دولت د جوړېدو درې سومې کلیزې ته چې په ۲۰۴۷ کال کې رارسېږي بېله شوې ده، ضروري وبلل شوه چې سر له همدې ګڼې زموږ د اوسمهالي دولت په لنډ تاریخ هم خبرې وشي او حساسې برخې یې په نوې بڼه وسپړل شي.تشریح تاریخ معاصر ما با استفاده از اسناد مهم آرشیفی که اغلب آنها بار اول به این شیوه همگانی می شوند، به مردم ما، خاصتاً جوانان و رهبران آینده کمک خواهد کرد تا از تجارب مثبت بیاموزند و با شناخت عوامل شکست ها و پراکندگی ها، ذهنیت ها را برای احتراز از آن بسیج نمایند. د احمد شاه بابا شخصی او عملی تجربو چې نژدې درې پېړۍ وړاندې یې نوې افغان امپراتوري جوړه کړه، په ښکاره ډول وښوده چې دا ولس که لار ورته جوړه شي، خورا ستر کارونه ترسره کولی شي.دولت جدید افغانها که با رایزنی نمایندگان بیشتر اقوام ما در نیمه دوم قرن هژده میلادی در قندهار شکل گرفت، رفته رفته به بزرگترین قدرت نظامی منطقه مبدل شد و بعنوان آخرین امپراتوری اسلامی در آسیا ثبت تاریخ گردید. د معاصر تاریخ په دې لومړۍ خپرونه کې، هغو شرایطو او عواملو ته کتنه کوو چې د اتلسمې پېړۍ په نیمایي کې یې د افغانانو د سترواکۍ جوړېدو ته لار جوړه کړه؛ وروسته به په ترتیب سره ددې سترواکۍ د پاشل کېدو لاملونه او اوسنیو او راتلونکو نسلونو ته د هغې درسونه وسپړو.ددې پوښتنو او ځوابونو بشپړ متن له لاندې لینکو څخه ترلاسه کولی شئ: https://mohammadashrafghani.com/ps/43th-podcast/https://mohammadashrafghani.com/fa/43th-podcast/https://mohammadashrafghani.com/43th-podcast/این برنامه ها در کنار رسانه های اجتماعی اکنون از پلاتفورم های ذیل نیز قابل دریافت است:Apple Podcasts، Spotify، Amazon Music ، Samsung Podcasts، Podcast Index، Listen Notes، RSS.com Community
--------
53:37
--------
53:37
Afghanistan Ports (Part 2) | Dr. Ashraf Ghani
گمرکات ما، که امروز بخش دوم و نهایی صحبت در مورد آنرا به پایان می بریم، باید در چهارچوب ستراتیژی عمومی ترانزیتی شدن کشور مورد نظر گرفته شوند. یکی از عمده ترین دلایل سرمایه گذاری بر زیربنای گمرکات و راه های تردد ما اینست که افغانستان با موقعیت خود در قلب آسیا میتواند از ترانزیت نسبت به گمرکات پنج تا ده برابر بیشتر عواید بدست آورد.موږ د جنګ سالارۍ او د تپل شویو جګړو له وبا سره سره داسې یو لیدلوری رامنځ ته کړ چې منځنۍ آسیا، ایران، چین آن روسیه او آذرباییجان راسره د سوداګریزو لارو په ډېرولو کې همغږي شي. زما باور دا و او دی چې څو افغانستان په یوه اساسي صادروونکي هېواد وانه وړي، عامه هوسایي نه راځي.در دوران حکومت انتقالی، سه بدیل واضح آینده افغانستان وجود داشت: یکی این که یک دولت خدمتگار و یک دولت انکشافی بوجود میآید که میتواند آلام تمام دردهای چند دهه را مداوا کند؛ دوم، یک حکومت مافیایی روی کار میآید که یک عده معدود، سرمایه دار میشوند؛ و سوم، از بحرانی به بحران خواهیم رفت. بدبختانه دیدید که با رد پیشنهادات ما در آغاز جمهوریت و کنار گذاشته شدن اصلاحات اساسی و ایحاد یک دیدگاه اساسی انکشافی، کشور در کدام مسیر قرار گرفت.د افغانستان د ګمرکونو په اړه دې وروستۍ خپرونه کې دا څېړل شوي چې د جنګسالارانو له منګولو د غصب شویو ګمرکونو را ایستل څومره ګران کار او له کومو ننګونو سره ملګری و. دلته هغه طرحې او لید لوری هم څېړل شوي چې له ۲۰۱۴ وروسته د ګمرکي او ترانزیتي تاسیساتو د پراخولو له پاره رامنځ ته شول. ددې پوښتنو او ځوابونو متن له لاندې لینکو څخه تر لاسه کولی شئ:https://mohammadashrafghani.com/ps/42th-podcast/https://mohammadashrafghani.com/fa/42th-podcast/https://mohammadashrafghani.com/42th-podcast/ این برنامه ها در کنار رسانه های اجتماعی اکنون از پلاتفورم های ذیل نیز قابل دریافت است:Apple Podcasts، Spotify، Amazon Music ، Samsung Podcasts، Podcast Index، Listen Notes، RSS.com Community
--------
53:02
--------
53:02
Afghanistan Ports (Part 1) | Dr. Ashraf Ghani
د افغانستان د بنسټیزو تاسیساتو د مهمو څانګو د څېړنې په دې وروستۍ برخه کې، په دوو ګڼو کې د خپل هېواد په بندرونو خبرې کوو. لومړی به په سیمه کې د بندرونو او له دغې لارې د سوداګرۍ څرنګوالی وڅېړو، وروسته به د افغانستان د بندرونو پر اوسني وضعیت او راتلونکو طرحو تم شو. تاجاییکه به سابقه مراودات تجاری برمی گردد، مناسبات ما از راه خشکه توسط کاروانها، مخصوصاً در حرکت عشایر کوچی حد اقل تا شروع قرن نزده به قوت جاری بود. در دوران شاهنشاهی دُرانی، نقل و انتقال بحری نیز بر اساس شواهد دقیق حد اقل از طریق دو مسیر صورت گرفته است که هر دو به کندهار وصل می گردید. د افغانستان د اوسنیو پولو له ټاکل کېدو او د ډیورنډ لیکې له تپل کېدو سره سم، بندرونه یا نوي جوړ شول او یا پراخ شول. خو د شوروي اتحاد په ټوله واکمنۍ کې زموږ شمالي پوله د تګ راتګ له پاره تړلې پاتې شوه، سره له دې چې سوداګریز مراودات چې د مرحوم عبدالمجید زابلي په نوښت پیل شوي وو په راوروسته لسیزو کې په جلا کچو د دولتونو په سطحه روان پاتې شوي دي؛ له ایران سره پوله نیمه پرانستې وه او یوازې پر ډیورنډ لیکې انتقالات تر ډېره آزاد کېدل، خو خپلې لوړې-ژورې یې هم درلودلې دي. یکی از بزرگترین دستآورد های ما در دوران حکومت جمهوری، توسعه تاسیسات زیربنایی از جمله بندرداری در ولایت نیمروز و اتصال آن با بندر دریایی چابهار در ایران بود. همچمنان با هند و ایرن توافق سه جانبه داشتیم که با اتصال مستقیم چابهار به بمبئی یا مومبای، امکان ورود دوباره افغانستان به عرصه تجاری خلیج و اوقیانوس هند فراهم می گردید. په دې خپرونه کې دا ټول مسایل په تفصیل څېړل شوي چې د پوښتنو او ځوابونو بشپړ متن یې له دې لینک څخه ترلاسه کولی شئ:https://mohammadashrafghani.com/ps/41th-podcast/https://mohammadashrafghani.com/fa/41th-podcast/https://mohammadashrafghani.com/41th-podcast/ این برنامه ها در کنار رسانه های اجتماعی اکنون از پلاتفورم های ذیل نیز قابل دریافت است:Apple Podcasts، Spotify، Amazon Music ، Samsung Podcasts، Podcast Index، Listen Notes، RSS.com Community/
له ولسمشر محمد اشرف غني سره د پودکاستونو په دې لړۍ کې د تېرو تجربو پر بنسټ د راتلونکي لپاره د لید جوړولو موضوع مرکزي نیول شوې او زموږ د گران هېواد، ارزښتونه، شتمنۍ او وړتیاوې په کې سپړل شوې او څېړل شوې دي. د پودکاستونو دا لړۍ داود جنبش وړاندې کوي.این سلسله برنامه ها، به استقبال از سه صدمین سالگرد تاسیس دولت معاصر افغانستان که با سال ۲۰۴۷ مصادف است، تهیه و عرضه می شود و هر شماره آن به بخش هایی از حیات ملی و اجتماعی ما اختصاص داده شده است.